د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي بوټو باندې ډیزاینونه هم وهل شي
د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وايي"چې دوی د ګلانو د اصلاح، منظم کولو او د ښار د ښکلا په موخه یاده قینچي کاري پیل کړې، چې د مهترلام ښار پنځه واړه پارکونو تر څنګ به د ښار د ټولو ګلدانونو ګلان او زینتي بوټي به په منظم شکل قینچي کاري شي
هغه همداراز وویل چې د پارکونو او د ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې هم هره ورځ د پلان له مخې ترسره کېږي، چې په نتیجه کې یې ټول پارکونه، ګلان او زینتي بوټي تازه ساتل شوي دي