د مهترلام ښاروالۍ د مارکیټ د درېیمې برخې مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ یو مارکیټ، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د کلیو او پراختیا ریاست جنوب طرف ته موقعیت لري، د درېیمې برخې مزایده یې ترسره شوه
یاده مزایده د درې داوطلبانو ترمنځ د تدارکاتو او خدماتو د قانون مطابق، د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې ترسره شوه
د مزایده په پایله کې انجنیر عبدالناصر قانع د خال محمد زوی، د میاشتې په ۱۶ زره او ۵۰۰ افغانیو لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو
د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ ټول ملکیتونه هر کال د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل کېږي او د لوړ نرخ ورکونکي سره د یو کال لپاره قرارداد کېږي