د مهترلام ښار د نظم ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه مهمه ناسته ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۸:۵۹
نظم

د مهترلام ښار د ښاري نظم ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په یاده ناسته کې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترڅنګ، د ښاروالۍ څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري، تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک او د بېلابېلو صنفونو استازو ګډون کړی وو

 ښاروال ښاغلي شهامت د صنفونو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره ځانونه منظم سیستم ته برابر کړي او هغه هټیوال چې د توکو په ایښودلو سره یې پلې لارې بندې کړې دي، مکلف دي چې د دوو ورځو په موده کې پلې لارې خلاصې کړي 

همداراز هغه دوکانداران چې د ښاروالۍ له ټاکلې اندازې څخه بهر یې خپل د دوکانونو پیکونه غځولي باید ژر تر ژره یې لېرې کړي

د صنفونو استازو د ښاروال له سپارښتنو سره خپل بشپړ همکاري اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې په ټاکل شوې موده کې به پلې لارې خلاصې او پیکونه منظم کړي

د یادونې وړ ده چې له ورکړل شوي دوه ورځني وخت وروسته به د مهترلام ښاروالۍ ځانګړی کمېسیون په ښار کې خپل عملي اقدامات پیل کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۸:۵۹
Background image

د مهترلام ښار د نظم ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه مهمه ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښار د ښاري نظم ټینګښت او د پلو لارو د خلاصون په موخه د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري یوه مهمه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

په یاده ناسته کې د مهترلام ښاروال الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۲۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی، د روان کال په درې ربعو کې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نیکت الله عزیزي وايي، چې د عوایدو مدیریت تر دې دمه د روان ۱۴۰۴ مالي کال په لومړیو درې ربعو کې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د تیرکال د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۱۹
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په څلورم ګذر کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند څلورم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام. . .

BACK TO NEWS