له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر دې دمه یې ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې یې د پلان مطابق جریان لري
یاد کانال چې ۸۳۰ متره اوږدوالی لري په اساسي او معیاري شکل به جوړ شي چې اوس مهال پکې شاوخوا ۲۵ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
د یادونې وړ ده چې د یاد کانال او پلچکونو په جوړیدو سره به سیمه کې د ادارو او کورونو د فاضلابو د اوبو بهیر روان شي او یاده ساحه به له چټلیو وساتل شي
