د مهترلام ښاروالۍ له هوټل څخه نظارت ترسره شو
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د دویمې ناحیې اړوند د ښاروالۍ له هوټل څخه یې د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره کړه
ښاروال د لیدنې پر مهال د هوټل بېلابېلې برخې وکتلې او د هوټل قراردادي ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پاکوالي، نظم او د هوټل د چارو د ښه تنظیم لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي
همداراز نوموړي د هوټل اړوند یو شمېر شته ستونزې او اړتیاوې له نږدې وارزولې او ډاډ یې ورکړ، چې د حل په موخه به یې په نږدې راتلونکي کې لازم اقدامات ترسره شي
د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروال له لوري د ښاروالۍ د ملکیتونو او عامه تأسیساتو د ساتنې، منظمولو او لا ښه مدیریت په موخه وخت پر وخت نظارتي لیدنې ترسره کېږي
