PastShow all
د مهترلام ښار د ښه نظم په موخه ښاري انظباطان خپلو دندو ته وهڅول شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښار د نظم او تنظیم په موخه د ښاروالۍ ښاري انظباطانو سره ناسته ترسره کړه او یاد انظباطان یې خپلو دندو ته متوجه کړل او همداراز ټینګار یې وکړ، چې. . .
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم په موخه پراخ کمپاین ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو مدیر قاري انتظار معاذ چې ښاري انظباطانو یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې یې د ښاري نظم د تأمین په موخه پراخ کمپاین ترسره کړ
د یاد کمپاین په ترڅ کې هغه. . .
د څلورم ګذر اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې
د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند څلورم ګذر یو شمېر اوسیدونکو خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې
یادو مشرانو مننه وکړه چې ستونزې یې. . .
د مهترلام ښار د یو شمېر ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د یو شمېر ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د تنظیف مامور. . .
د لومړۍ ناحیې اړوند دوهم ګذر لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې، په هر ګذر کې د درې کلونو لپاره ګذر وکیل ټاکل کېږي. په همدې موخه، د مهترلام ښار د یو شمېر ګذر وکیلانو دندې پای ته رسېدلې او د اوسېدونکو په رضایت او. . .
د پنځم ګذر اوسېدونکو د خپل ګذر وکیل د تمدید غوښتنه وکړه
د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پنځم ګذر یو شمېر اوسېدونکو د خپلو ستونزو د حل او د ګذر وکیل د تمدید غوښتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته. . .
د دویمې ناحیې اړوند د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ او د. . .
د مهترلام ښاروالۍ د ارچهار دویم مارکیټ مزایده ترسره شوه
د مهترلام ښار د دریمې ناحيې اړوند د مهترلام ښاروالۍ د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ مزایده د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د تعین شوې کمېټې په حضور کې ترسره شوه
د یاد مارکیټ. . .
د پنځمې ناحیې اړوند د څلورم ګذر اوسیدونکو په خپله سیمه کې د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه
د مهترلام ښار د پنځمې ناحيې اړوند څلورم ګذر اوسیدونکو د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره وکتل د یو شمیر ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې په خپله سیمه کې د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه. . .
