په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي شوې
د لغمان مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې له خپلې داخلي بودیجې څخه په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي کړې دي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وایي، یادو پروژو څخه د ۹ پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې درې پروژو کارونه لا هم جریان لري، چې شاوخوا ۸۵ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي
د نوموړی په وینا، دغه پروژې د ښار د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د سرکونو، پلچکونو، پلو لارو، لښتیو، سایهبانونو، څاه ګانو، د تیلو پمپ جوړولو، د ښار د سرسبزۍ او د پارکونو د خړوبولو لپاره د حوضونو د جوړولو په برخو کې پلي شوې دي
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو پروژو د تطبیق پر مهال په ورځني ډول شاوخوا ۵۶۶ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه
ښاروال همداراز وویل، چې په ۱۴۰۴ مالي کال کې د ښاروالۍ له عوایدي سرچینو مارکیټونو، دروازو، جوازونو، غرفو او ښاري خدمتونو څخه ټولټال ۱۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله پکې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره هم د ښار د آبادۍ او سمسورتیا په موخه ګڼې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې خلکو ته د کار کولو نورې زمینې هم برابرې شي
