د مهترلام ښار دویمې ناحيې اړوند د مدقق روغتون ترڅنګ کثافات لرې او ویالې پاکې شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د دویمې ناحیې اړوند، د مدقق روغتون ترڅنګ سیمه کې د پاک چاپېریال د برابرولو په موخه پراخ تنظیفي فعالیتونه ترسره شول په دغو فعالیتونو کې، هغه کثافت دانۍ چې د وخت په تېرېدو سره ډکې شوې وې، له کثافاتو خالي شوې، او ټول کثافات یو لرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو او مقرراتو مطابق دفن شول همداراز، د یادی ساحې د سړک غاړو ویالې هم له خځلو، خټو او اضافي موادو پاکې شوې، چې له امله یې د اوبو بهیر عادي حالت ته راوګرځېد او د چاپېریالي ستونزو مخه ونیول شوه د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو هڅې ستايي او له ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار د پاک ساتلو په برخه کې همکاري وکړي او له بېځایه کثافاتو اچولو څخه ډډه وکړي