د مهترلام ښاروالۍ د دارالمعلمین د سړک د جوړیدو داوطلبي وشوه

Publish Date
Closing Date
مهترلام ښاروالۍ ښاریانو ته د ښه سهولت برابروالو په موخه غواړي چې د لومړۍ ناحيي اړوند دارالمعلمین سړک جوړ کړي، چې نن یې په همدې موخه داوطلبي ترسره شوه، یاده داوطلبي د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت شهامت په مشرۍ د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې په حضور کې د څلورو شرکتونو ترمنځ وشوه،چې د ولایت مقام د تعین شوي ارزیابۍ کميټې له تائید وروسته به د یادې داوطلبۍ ګټونکی شرکت اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د یاد سړک د چړايي د جوړیدو داوطلبي هم شوې چې ډیر ژر به یې کارونه شي