مهترلام ښاروالۍ د یوې بلې ګټورې پروژې داوطلبي ترسره کړه

Publish Date
Closing Date
مهترلام ښاروالۍ غواړي چې له خپلې داخلي بودجې د سږکال پروژو په لړ کې د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین چړیي جوړه کړي، چې نن یې د مهترلام ښاروالۍ مالي او اداري آمریت کې داوطلبي وشوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې په حضور کې د څلورو شرکتونو ترمنځ د تدارکاتو د قانون مطابق په ټاکلي وخت پیل او پایته ورسیده
یاده دې وي چې د ولایت مقام د تعین شوي ارزیابۍ کميټې له تائید وروسته به د یادې داوطلبۍ ګټونکی شرکت اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي