د درېیمې ناحيي اړوند ار سی ګذر لپاره نوی ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ عمومي ریاست د طرزالعمل مطابق ښاغلی محمد قاسم (غریب) د امیر محمد زوی د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند R3 ګذر اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ مرستیال الحاج عبدالطیف اخندزاده ترڅنګ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتوالۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي محمد قاسم ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل محمد قاسم غریب د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام تر څنګ د R3 ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي